غزل
ستا هر یو غم مې په زړۀ تل په داسې شان پروت وي
لکه په سر چې مې د وسپنې اسمان پروت وي
په داسې حال کښې به په کوومو سترګو خوب اوکړي څوک
چې د کټ یو سر ته ټوپک بل ته چانان پروت وي
کله چې اوغواړي ګوزار کوي اثرا نۀ کوي
لکه دا زړۀ چې مې لوهار ته په سندان پروت وي
د میخانې په منصب ناست دغه ساقي ته وائیم
دلته په جام کښې هر سړي ته خپل ایمان پروت وي
همېشه! څوک چې د تزلیل د ویرې غږ نۀ کوي
هغه د ژوند هره شعبه کښې تاوان پروت وي
اصیل ذاده همېش.

ایک تبصرہ شائع کریں