ديو نظر څـوــره تاوان غـــواړې
زړه رانه غواړې که ګريوان غــواړې
ماله په سترګو کښې ازغي راکــــوې
ما نه نغمې د ګلستان غـــــواړې
خداې دي په خپل زړه پســې وژړوه
په باران واؤړې چه بــاران غـــــواړې
زړه!ـورې د نــــاز بــــه دې یو نه شمه
که د غرور سره جانــــان غـــــــــواړې
محبت څه دی جــــــواري دزړونـــــو
خوبونه نه بائلې خوبــــــــــــان غواړې
په دې ګرانې کښې د خپل سر په بدل
ديار ديدن څومــــــــــره ارزان غواړې
سائله ته تکميل د کــــــــوم ارمــان له
ژوند د لمبو دبـــيــــــابـــان غــــواړې
ایک تبصرہ شائع کریں