غزل زرین پرېشان
چې ښائست د پېغلتوب په رنګ کې خپور شي
لکه ګل چې پۀ سپرلي کې راسمسور شي
ستا د تورو تورو سترګو بلا واخلم
پۀ بلها بلها کتو مې زړۀ ټکور شي
هغه شپه هرګز پۀ کور نۀ شي کېدلے
کومه شپه چې مقدر د چا پۀ ګور شي
ما لیدلے میخانه کې وۀ ، نو شېخ اوس
چې ما ؤ ویني سجدې باندې نسکور شي
چې نمر ، واورې ویلي ویلي کړي ، سپرلے کړي
بیا به پس د اباسین چپې پۀ شور شي
چې بېګا صبا څنډې راته واعظه
هسې نه چې ستا له علمه مې زړۀ تور شي
د ژؤند هر یؤ ګام پۀ دغه فکر اخلم
خداے دې نۀ کړي چې صبا راته پېغور شي
مېخانه چې جنتي شي ، ساقی حوره
د کعبې امام به هم ورته مېخور شي
وخته ما زرین سره څۀ داسې وکړه
چې نور ژؤند مې په وطن کې په خپل کور شي
ایک تبصرہ شائع کریں