رنګ په رنګ
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
م ر شفق
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
د ډاکټر مصطفی کمال۔۔۔یؤ عجیبه کمال،،،،،،
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔بې عشقه شعر نه شي۔۔۔۔۔۔
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
تېرو ورځو کښې ډاکټر مصطفی کمال یوه ښایسته او کوټلی لیکنه په فېس بک خوره کړې وه۔۔۔۔ چی د پښتو زیات شمېر لیکونکیو خوښه کړې او ستایېلی وه۔۔۔۔ ددې سر خط ؤ۔۔۔۔مردان اؤ پښتو ادب۔۔۔۔ سر کښې یې لوستونکو ته یادګېرنه ورکړی وه۔۔۔۔چی
( دې لنډ لیک ته د یؤ ناتجربه کار او نو وارد لیکوال دې وېنا ؤهڅولم چی په مردان کښې د یؤ څو کسانو نه علاوه بل چا ادبي کار نه دې کړی )
نا تجربه کار لیکوال نا مناسبه وېنا کړی ده۔۔۔ وېنا وال څوک دی او دا وېنا یی کوم ځاﺉ کړی ده۔۔۔۔۔؟
د ماسټر عبدالکریم وېنا چې خبرې به کوو خو د غره نیول به په کښې نه وي۔۔۔
زه اول د خپلې ناتجربه کارﺉ یؤ دوه واقعې بیانول غواړم۔۔۔۔
(1) پشتو ادبی سوسایټۍ اسلام آباد (30ستمبر 1990ء) د پوهاند قلندر مومند په درناوي کښې یوه ادبي دستوره کړی وه ۔۔۔ دستوره کښې آؤرولی شویو مقالو اونظمونو او ځینو نورو نثري لیکونو ته ما یو ترتیب ورکړو۔۔او دا په کال 1994ء کښې د یو وړوکی کتاب په شکل کښې چاپ شو ۔۔۔ قلندر مومند ۔۔۔فن ۔۔۔او شخصیت۔۔۔۔چی اباسین آرټس کونسل پیښؤر په سلؤر میډل نمانځلی ؤ۔۔۔ کتاب کښې زما۔۔۔۔م ر شفق یوه لیکنه۔۔۔د سباؤن په حواله۔۔۔۔شامله ده۔۔۔ دی کښې ۔۔۔ د سباؤن زېری۔۔۔ذېلی عنوان لاندی یو څو کرښې داسې لیکلی دي۔۔۔
” د سباؤن د قدرو قیمت احساس هر څوک کولی شي خو چی اول د صحیح کتنې او مطالعې حق ادا کړی۔ د یو همعصر لیکوال دا وېنا چی ګیني سباؤن د قلندر په علمي ادبي وقار کښې څه اضافه نه ده کړی ۔۔ نه پوهیږم چی د کومې جذبې اظهار دی !۔۔۔“
زما په خیال ادب لوستونکی پوهیدل چی اشاره د ګران محمد همایون هما یوې تبصرې ته وه۔۔۔۔خو نوم می نه ؤ لیکلی۔ګران۔۔هما صاحب راته په دې جمله یوه احتجاجي مراسله راؤلیږله۔۔۔۔چی یو همعصر لیکوال څه معنی؟ دلیکوال نوم به دی لیکلی ؤ۔۔۔۔۔۔
ما نوم د احترام ترمخه نه ؤ لیکلی خو د ډاکټر اسرارصاحب طنزیه خبره هم سمه وه چی د هما صاحب له ویرې می نوم نه ؤ لیکلی۔۔۔
(2)۔۔۔ دوېمه واقعه زما د نا تجربه کارۍ یا بزدلۍ دا ده چی کال 1991ء کښې د کویټې پښتو عالمي کانفرنس کښې ما یوه مقاله لوستې وه ” د پښتو ادب غوښتنې“ په وړو وړو عنواناتو مشتمل وه یو عنوان ؤ ۔۔۔”۔ادب او سیاست “...ما لیکلی وو سیاست څه شجرهء ممنوعه نه ده خو زمونږ هیواد کښې چی یو شاعر ادیب د زړه تاوونه په مخه واخلي او د ادب د نخلستان نه د سیاست ریګستان ته ور دا خل شي نو دوه نقصانونه اوشي۔۔۔۔ یو دا چی داسې لیکونکی شاعر پسې د شعر او ادب لېلا په سرو سترګو ژاړي۔۔۔۔دوېم نقصان دا اوشي چی د شعر او ادب تذکره وي نو بیا د هغه شاعر ادیب نوم اخستل هم د پیر مذهب کنځل شی
دی لړ کښې ما د یو محقق ادیب مثال ورکول غوښتل خو د احترام له وجې می نوم نه شو لیکلی۔۔۔۔زما اعتراض په رویه ؤ۔۔۔۔ جمله می اشاره کنایه کښې ؤنغاړله۔۔او داسې مې ؤلیکل۔۔۔۔۔۔۔زمونږ یو محقق ادیب د افسانی په ارتقاء مقاله لیکلی وه۔۔۔حواله یی د اجمل خټک صاحب ورکوله چا چی د نادرخان بزمي د افسانو په کتاب پلوشې دیباچه لیکلی ده۔۔۔۔نو زمونږ محقق د تحقیق حق داسې ادا کړې ؤ۔۔۔۔چی د” پلوشې“ دیباچه نګار لیکي۔۔۔۔۔
یو ادیب شاعر چی سرکاری ملازم وي نو د هغه دپاره احتیاط ارو مرو لازم شي۔۔۔۔د کال 1975ء مردان کالج کلیزه مجله۔۔۔۔شفق۔۔۔خصوصی ګڼه حافظ ادریس نمبر هما صاحب ترتیب کړی دی۔۔۔ دی کښې یو یادګار عکس چاپ شوی دی ددې بلاک ما۔۔۔شفق پخپل لاس د بزرګ ادیب شاعر عبدالخالق خلیق نه راؤړی او بیا می ورته واپس رسولی ؤ۔۔۔۔ګروپ فوټو کښې حافظ محمد ادریس۔۔۔سره حمزه شنواري خلیق صاحب شوکت الله خان اکبر ۔۔ اجمل خټک یوه ریډیایی مذاکره کښې شریک دی۔۔ خو په اجمل خټک توره پټه راښکلی شوې ده۔۔۔۔۔۔۔۔خو ګران هما ګرم نه دی ځکه چی نګران یی د کالج پرنسپل رشید احمد باچا صاحب ؤ۔۔۔۔۔او د ”کمالِ احتیاط“ مظاهره باچا صاحب کړی وه۔۔۔۔
بخښنه غواړم دا اوږد تمهید مې ځکه ؤتړلو چی د ډاکټر مصطفی کمال۔۔۔۔یادګیرنه ۔۔۔۔۔یو څو سوالونه راپورته کوي۔۔۔۔ اول۔۔۔۔دغه ” ناتجربه کار او نو وارد لیکوال“ څوک دی ؟ ۔۔۔چې ۔ډاکټر مصطفی کمال یی ۔۔۔۔ مردان او پښتو ادب غوندی اهم لیک ته ؤهڅولو
د کمال صاحب د وېنا مطابق لیکوال ویېلی دی چی۔۔۔۔ مردان کښې د یو څو کسانو نه علاوه بل چا ادبی کار نه دی کړی۔۔۔۔۔۔ دا جمله بالکل نا مناسبه ده۔۔۔۔ خو دا خبره چا کړې ده ؟ او کوم ځاﺉ شوی ده۔۔۔۔؟ ډاکټر مصطفی کمال یی نوم ځکه نه آخلی چی احترام یی کوي ! ؟ او که ویریږي ترې۔۔۔۔۔؟ سوال دادی یؤ لیکوال چی نا تجربه کار دی اؤ نو وارد هم دی۔۔۔نو د هغه نه ویره د څه ؟ او د داسې لیکوال احترام په څه شي؟ هر کله چی دغه لیکوال ناتجربه کار دی نو ډاکټر مصطفی کمال ورته دومره اهمیت ولې ورکړو؟ چی د هغه په دغه بې تکه خبره یی خشته مضمون ؤلیکلو۔۔۔ ؟ او ماله د نا ؤزګار په شان خندا راغله۔۔۔چی د یو ناتجربه کار لیکوال په دی خبره (چی مردان کښې د دریو کسانو نه علاوه بل چا څه ادبې کار نه دی کړی)...ګیني د مردان ټول ادب په سین لاهو شو ؟۔۔اؤ ډاکټر مصطفی سره اندیښنه پېدا شوه۔۔۔۔هسی نه د مردان ادب تخلیق کاران د خلقو نه هیر شي۔۔یاد ګیرنه یی ضروري ده۔۔۔۔
دغو ورځو کښې مردان پریس کلب کښې د ادبې استاد فیض الوهاب فیض په درناوي کښې یوه ادبي دستوره شوې وه۔۔۔زه شفق دستوره کښې نه ووم شریک شوی۔۔۔خو ما چی څومره معلومات کړی دي۔۔۔۔یا تحقیق کړی دی نو دغلته یؤ لیکوال هم داسې خبره نه ده کړی۔۔۔۔د مردان زلمي لیکونکي شاعران چی څومره څوک دي ۔۔ خپلو مشرانو ته ادب احترام ورکوي۔۔۔۔ بله دا چی زما په خیال دغه خبره فیض دستورې سره تعلق نه لري۔۔۔اؤ ۔که چرې لري نو ډاکټر مصطفی کمال هم لکه زما ادبی دستوره کښې موجود نه ؤ ۔۔۔۔نو چا ورته دا غلطه اطلاع ورکړی ده۔۔۔۔دا خو هغه متل شو۔۔۔۔ايسي بيسي بلا می درته نیسي۔۔۔؟...،یو دوه یارانو ماته په ذاتی توګه داسې هم اووی۔۔۔۔ چی جمله د چا په وېنا (یقین می نه شي چی هما) ډاکټر مصطفی کمال ۔۔۔۔ ستا اشنا عبدالحمید زاهد صاحب یاد کړی ۔دی۔۔۔خو ما ته داسې نه ښکاري ځکه چی د هغه آورولی شوې مضمون ورځپاڼه وحدت کښې شایع شوی دی او په فېس بک هم خور شوی دی۔۔د زاهد صاحب مضمون کښې دغه نامناسبه جمله نیشته کومی چی ډاکټر کمال صاحب۔ لنډ لیک ته هڅولی دی۔۔یا که دغه جمله په کښې شته او۔صرف ماته نه ښکاري نو هغو بلها شمیر لوستونکو کښې به بل چاته ښکاره شوې و ه۔دغو۔۔ټولو خو د زاهد صاحب د مختصر او جامع لیک بې دریغه تعریفونه کړي دي۔۔۔۔او دادونه یۍ ورکړی دی ۔۔۔اقبال حسېن افکار راته ؤړمه ورځ د ادبی سوسایټۍ اجلاس کښې ویېلي وو۔۔۔زاهد صاحب چی لیکنه کښې د فیض د فیض رسانۍ کوم مثال ورکړی دی زه د هغی عیني شاهد یم بل ښکاره ثبوت یی دادی چی بخت روان عمر خیل صاحب په دغه موقع اووی چی زه آؤریدو له راغلی ووم خو د زاهد صاحب د خبرې تصدیق کولو دپاره راپاڅیدم زما لور ته په یوه ګرانه موضوع فېض صاحب سمدستي په فون یوه ګنټه لیکچر ورکړی ؤ۔۔۔په سباله زما لور هغه امتحاني پرچه ښه په آسانه حل کړله او کامیابه شوه۔۔۔زه د هغه احسان ترمخه فېض دستورې ته راغلی یم۔۔۔ هن په فېس بک د زاهد صاحب مضمون سره فېض الوهاب فیض یوه کرښه لیکلی وه۔۔۔۔چی په دی مضمون یو ملګري د خفګان اظهار کړی دی۔۔۔۔اوس پته نه لګی۔۔۔دغه ملګری څوک دی؟ لکه زما فیض صاحب هم د احترام یا له ویرې د خفه شوي ملګري نوم نه دی ښکاره کړی۔۔۔۔۔۔ ولې دلته بیا یوه اشتباه پېدا کېږي ډاکټر مصطفی کمال لیکلی دی یو نا تجربه کار او نو وارد لیکوال۔۔۔۔۔۔۔اوس که ډاکټر کمال۔۔۔۔یا زه او بل مقال عبدالحمید زاهد ته نا تجربه کار او نو وارد لیکوال ووایو نو دا به څه عجیبه کمال نه وي ؟... زه د زاهد صاحب حمایت نه کوم او نه ورله جواز لټوم خو د مردان پښتوادب څه دومره زوړ تاریخ نه لري چی د تخت باﺉ تاریخی سیمې دا اهم لیکونکی شاعر عبدالحمید زاهد به ترې ناخبره وي۔۔۔۔ ډاکټر مصطفی کمال چی د مردان پښتوادب په حواله د څومره ادیبانو شاعرانو نومونه یاد کړي دي د دوي د ادبي کار او زیار نه زاهد صاحب پوره آګاه دی د زاهد تالیفات۔۔”۔د سلیم راز سریزې“ ”در یتیم د وخت ۔۔۔اثر افغانی“ او ”د شفق رنګونه“ پرته له دی د زاهد صاحب ۔۔۔ شعري مجموعه۔۔۔۔ روښانه صباؤن۔۔۔۔ګواهي ورکوي چی ؎” بې عشقه شعر نه شي شته د عشقه آګاهي “
                          

ایک تبصرہ شائع کریں