(((((محمد اقبال اقبال د دړديدلی ژوند تصوير))))
عبدالحميد زاهد
ماچې کله په ادبی دنيا کښې خړپوسې کولې نو محمد اقبال اقبال په ادبی دنيا کښې لکه د روښانه سباوون ځليدو هغه د سليم راز صيب خبره ماچې کله په ادبی دنيا کښې ځانله ځاې کتلو نو ادبی دنيا د اقبال بابو نه ځانله ځاې غوښتلو اقبال بابو په ادبی دنيا کښې يو داسې نوم دې چې پوره نيمه پيړۍ يي د پښتو ادب خدمت ډير په راستۍ کړيدې سره ددې چې د خپل کمزوری او رنځور بدن باوجود هغه د پښتو ژبې د ودې د پاره خپل ځان وقف کړې وو هغه که يو خوا غزل نظم افسانه سندره او په ډرامه عبور لرلو نو بل خوا د هغه د ټولو نه لوې صفت د ځوانانو ليکوالو لارښودنه هم کوله د هغه د لاسه نن ډير ځوانان په ښو ښو چوکو او ښوښو ليکوالو کښې شميرلې کيږی د اقبال بابو مثال د شاعرانو د مور وو څنګه چې مور د خپلو بچو سره سختۍ تيروی شپه او ورځ يخنی او ګرمی نه ګوری دغسې اقبال بابو هم نه شپه کتلې او نه ورځ که هر څو به په تکليف کښې وو خو چاته يي انکار نه دې کړې ځکه خو ډاکټر اسرار واﺉ چې اقبال خپلو شاګردانو له شعرونه افسانې ډرامې مضمونونه اصلاح کړی دی او ددې وجه هم دا وه چې بابو د ادب په هر صنف عبور لرلو دا جدا خبره ده چې کوم شهرت د انديش صيب غزل ته ملاو شو هغه د اقبال بابو غزل ته نصيب نه شو ګنی د اقبال بابو غزل د انديش صيب د غزل نه په هيڅ توګه هم کم نه وون
ما بنديوان بوځۍ چې شړنګ مې زولنو له ورکړم
د يار کوڅه رانه لږ شور غواړی شړنګار غواړی
ما خپل ارمان پخپل وطن کښې در په در ګرځوو
د ستړې ورځې په دمه او ټيکاو نه پوهيدم
د هجر دشته وه وحشت وو ليونتوب د مينې
په منډو سر وومه په سيوری پيتاو نه پوهيدم
خپلې پښتو د ژوند په راز او زموز پوهه کړمه
په فلسفه که د لينن او د ماؤ نه پوهيدم
د سربازۍ د هنر ذدکړې مړنې بللم
د سود او زيان د جوارګرو په داؤ نه پوهيدم
ددې پښتو نه خو اقباله بې پښتو ښه يمه
چې پخپل درد خو پوهيدم د لکهاؤ نه پوهيدم
که انديش د غزل حسن دې نو اقبال د غزل سينګار دې انديش صيب پخپله واﺉ د شعر د لوری اقبال د خپل لوستونکی نه ډير ښه خبر دې چې هغه څه غواړی او څه خوښوی هغه د بيان ښکلا او د هغه د خيال کمال د هغه د شعر هر مضمون او هرې جذبې ته ژوند او ښيرازی بخښلې ده دهغه غزل د نوی دور په رنګونو اداګانو خوبونو او ارمانونو سينګار دې
دا د اقبال بابو د غزل اعجاز وو چې ډيرو هنرمندانو د هغه غزل ويلې دې د ناشناس خيال محمد شاولی سردار علی ټکر ګلزار عالم هارون باچا احمد ګل نه واخلې کشور سلطانه ماهجبين قزلباش ګلنار بيګم شکيله ناز پورې دې ټولو د اقبال بابو غزلو سندرو ته ښکلا بخښلې ده دا هاغه وخت وو کله به هنرمندان په ښې شاعرۍ پسې ګرځيدل دا کومه لوبه چې وس روانه ده دا قيصې هاغه وخت نه وې اقبال بابو که يو طرفته لوې شاعر اديب افسانه نګار ډرامه نګار وو نو بل طرفته هغه يو لوې انسان هم وو ما په خپل ژوند کښې د هغه غوندې خوداره او خوږمن انسان نه دې ليدلې هميشه يي د نورو غمونه په خپل سر اخستی خو خپل دړد غم يي په خپل زړه دننه پټ ساتلې دې نه يي چاته فرياد کړيدې او نه يي چاته لاس نيولې اګر چې د هغه اخری ژوند ډير د تکليف اوتنګدستۍ وو خو يوخوا هغه د بدنی تکليف سره مخ وو نو بل خوا هغه د مالی تنګسيا سره په جنګ ووخو بيا هم هغه د مايوسۍ ښکار شوې نه وو دا جدا خبره ده چې کله کله به بابو د خپل درد کيفيت ته د شعر جامه واغوسته
سترګو کښې ډنډ اوبو مې زړه په سمندر لاهو کړو
ماخو لا خپل غم په سلګو سلګو ژړلې نه دې
اوس په ما راغله څوک مې نيشته خو ستومانه نه يم
تل مې د بل غم دې خوړلې خپل ساتلې نه دې
خداې دې اقباله په دشمن داسې ورځ رانه ولی
چې ورک د سترګو يي د زړه کور ته راغلې نه دې
يا لکه دا شعر
دې ناکړدو د وخت بې دمه کړو بې کوره ژوندون
ځان پسې پښې راکاږی پريوتو د زوره ژوندون
ستا د يادونو تنستو ورله ګونه زيړه کړه
زه داسې ښکارم لکه پاڅی چې د ګوره ژوندون
د رنځ دارو به شی اخر مې نااميده نه يم
تلې سحر ماښام د حلقه تيرووم غمونه
يا ليونې دې يا ازميښت زما په مينه کوی
چې په سپره وخت کښې غزل رانه رنګين غواړی
دا هاغه شاعرانه اظهار دې چې د اقبال بابو د دړديدلی زړه نه د لفظونو په شکل کښې راوتو دغه وخت هغه ته د مضبوطې سهارې ضروت وو څنګه چې ما مخکښې وو يوخوا د هغه وجود ورځ په ورځ غورځيدو نو بل خوا هغه مالی مشکلاتو ښکار ووخپل ناوياته ځوی امجد اقبال يي په مزدورۍ پسې د ملک نه بهر لاړو په کور کښې بل داسې څوک نه وو ځکه خو بابو په دې ويلو مجبور شو
خداې دې اقباله په دشمن داسې ورځ رانه ولی
چې ورک د سترګو يي د زړه کور ته راغلې نه دې
خو له بده مرغه دغه وخت څوک وو چې د بابو په زخمونو يي پهې ايښودې وې هغه له يي ډاډګيرنه ورکړې وې بابو خو ټول عمر د خلقو په زخمونو پهې ايښودې ټول عمر يي بل له ډاډګيرنه ورکړې وه ډير يي د ګوتې نيولی او تر منزله يي رسولی خو بيا دغو کښې ډير داسې هم وو چې د غټو غټو نامو نه متاثره ښکاريدل خو اقبال بابو ورته په هيره هم نه وو ياد او نه چا د بابو د خدماتو اعتراف کوو
د علی صيب قول دې احسان يادول د مهذبو خلقو کار دې
هغه د ګل محمد بيتاب صيب خبره دا ډله پره هم ښه وی خو د اقبال بابو ډله هم دغه ادبی حلقه وه خو نه پوهيږم چې دغې ادبی حلقې ولې دومره زر اقبال بابو هير کړو بابو خو د هيريدو انسان نه وو سيوا د يو شعيب صادق نه چې د بابو د دړديدلی ژوند خورې ورې پاڼړې يي راغونډې کړې او يو دړديلې تصوير يي ترې جوړ کړو
                          

ایک تبصرہ شائع کریں