: غني خان
رڼا چی مسته شی، رنګا رنګونه شی
خاورہ چی مسته شی، سرہ سرہ ګلونه شی
رباب چی مست شی، ژوندی شی ساہ واخلی
شرنګ کښی بڅری نولی، ھنګ کښی رڼا واخلی
دُعا چی مسته شی، ھله قبوله شی
سجدہ چی مسته شی خودی بی سوله شی
ګمان چی مست شى، ارمان تری جوړ شی
ارمان چی مست شی جانان تری جوړ شی
ژوندون چی مست شی روښانه خوب شی
مینه چی مسته شی، نو لیونتوب شی
غوټی چی مسته شی نو سرہ کوکئ شی
حوری چی مستی شی نو جینکۍ شی
د کړشپ خان مستی پرښه د اوړی
لکه موسیٰ جوړَوی ښامار د پړی
چی حاجی ګل مست شی نو سترګی توری کړی
لکه سنډا له چی څوک نکریزی پوری کړی
مستی کښئ شته دی مزہ خو کله کله
خو په شرابو مه اینځه ګیرہ بمبله
غنی چی مست شی، سر په سجدہ کیږدیي
د خندا ډکی سترګی یار ته صدقه کیږدي
چی زور مستی کوی لعنت د ځان جوړَوی
په ځان لمن را اړی، بل له جانان جوړَوی
ایک تبصرہ شائع کریں