غنۍ خان /دغه فلسفه ده د درياب د بهيدلو

شاعرې

جمعرات، 2 نومبر، 2023

غنۍ خان /دغه فلسفه ده د درياب د بهيدلو

 





 


ډول د لرې خوږ دى د هندکيانو دا متل دى

هره فلسفه د لرې ښه او پوره ښکاري

زړه د بنده نه دى عجيبه بې چله چل دى

ډوبه په ارمان کې چواړي هم حوره ښکاري

عقل له دهوکه ورکوي حسن که دلدار دى

ځان ته تښتيدل دى عبادت دى که خمار دى

دا مسته رڼا دا مينه حورې او ماښام

څه رنګين سراب دى د ليدلو پوهېدلو

دا چې ورته ګورې بل څه نه ويني نه ګورې

دا عجيبه دام دى جوړ کړى د ليدلو

دا يوه کيسه ده د ډک جام د تويدلو

دغه فلسفه ده د درياب د بهيدلو

رحم نه انصاف دى يو تبير دى د دوام

هر څوک يې پکار دى که خېټو دى که خيام

شرنګ وي د نږدې نه او ډولکى د لرې لرې

دواړه غږوي يوشانې او يو رنګې خبرې

ډک د ظلمه زوره د طاقته د باز پرې

جوړې د مهين او رنګين بوى د ګل وزرې

کومه لار چې اخلې خو مقام يې بس يو دى

دلته زر جوماته دي امام يې بس يو دى

ځکه لېونى دې مرور شي کله کله

بل خوا ورته ورکړي دا د هوش ټټقه شله

پرېوزي په پړاو کړي بتخانه کې ډيوه بله

پښې سپينې پولۍ طمعې طاقتي د منزله

تا ته اور سرور دى يو ما ولې وژني اور کې

اې د سپين او تور مالکه څه مزه ده تور کې

ولې زما لال دى پروت په خوله کې د ښامار

ولې دې ګلاب له نه اوربل او نه بهار

ولې دې بندي که څاڅکي تن کې د ډنډوکي

غواړې ترې چپې د سيند سازونه د ابشار

ما له مرګ او ژوند دى تا له تش د څڼې ول دى

اور کې دې بل کړى ولې حسن الوول دى

اور ته دې نېولى يم فولاد جوړوې زما نه

ښه چې زه فولاد شمه نو څه زما جانانه

جسو له فولادو له جوهرو له کمال له

بس خاورې کېده دي ورکېده د دنيا نه

ولې د ورانولو له جوړ کړى سور محل دى

اور کې دې بل کړى ولې حسن الوول دى


شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف