کله يې سره کله د سرو سپينو لښکر ووهي
دلته په دې خاوره مئين د چا نظر ووهي
ماله د غرونو د مرغيو له غم خوب نه راځي
چې څوک ظالم چرته په غرونو کې نښتر ووهي
چې پکښې هغه ياران هغه محفلونه نه وي
سړے به داسې پېښور ته څه چکر ووهي
ستا په تکل د خپل وجود سيوري ته ودرېدمه
سړے ستومانه شي چې دغسې سفر ووهي
ستا د بڼو د لښکر هره قصه نوې قصه
کله مې زړۀ ورانوي کله مې سنګر ووهي
مونږه چې روغ يو خو زمونږ د جواب هيڅوک نه وي
مونږه چې وران شو نو سيکان هم پېښور ووهي
صابره بيا به ددنيا زورور وپېژنې
خداے دې هوښيار کړه چې مېخونه دې په سر ووهي
#صاحب_شاه_صابر
ایک تبصرہ شائع کریں