صاحب شاه صابر / اورم چې سپرلي راځي

شاعرې

جمعہ، 10 نومبر، 2023

صاحب شاه صابر / اورم چې سپرلي راځي

 



اورم چې  سپرلي  راځي

ښکاري چې ساقي راځي


مونږ د محبـــت د ښـــار

مونږ له زندګــــي راځي


دا  ګودر  پـــه  تــا  اباد

تـــا له لیــــونــي راځي


عشق داسې په نښه کړم

غم چې چرته وې راځــي


وار  وکړه لږ صبــر شه

غمه! خوشحالي راځي


دا د  زړونو  لوبې  دي

دې کــــې تباهي راځي


خاورې به یو مړه به یو

ښکلي چې راځي ،راځي


دلته کې صابــــر مئین

دلته خو که مري راځي.


 ارواح ښاد صاحب شاه صابر

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف