یوه ښکلي لیوني ته
راشه د تصویر بارانه نن د ورېدو دی وخت
راشه د هندارو د کاروان د بارېدو دی وخت
لاړو د نغمو له پاچهۍ نه مرور فقیر
هغه ببر سری مستانه او قلندر فقیر
یو یې وړو د لمر کچکول د وړانګو په وزر فقیر
نه یې په کښې سیم له چانه واخیستل نه زر فقیر
نن یې لوی سلام ته د هر سر د ټیتيدو دی وخت
هغه لېوني به غېږ کښې راوړل د آسمان ستوري
تورې شپې د څڼو ته خندانه ډک روښان ستوري
ورو ، ورو به یې تاو کړل به نغمو کښې د جانان ستوري
ډک له ښکلیو ښکلیو آیاتونو د قرآن ستوري
غاړه کښې یې یووړل وې یې بس د ځلېدو دی وخت
وې یې پورته خېژم د سپوږمۍ په سفینه کښې ځم
ګورﺉ مې انځور ته د جیندي په آیینه کښې ځم
درد یم د سندرو د وختونو په سینه کې ځم
ځم لېونو تږیو ته د اوښکو په چینه کښې ځم
خاندم په بېلتون پورې ښه ډېر د خندېدو دی وخت
زه یوازې نه ځم راسره ډېرې غوټۍ هم ځي
پاڼې پاڼې ګل راسره درومې لولکۍ هم ځي
ما سره رنګینه د خوبونو دنیاګۍ هم ځي
ما سره د تورو سترګو غبرګې توتکۍ هم ځي
اوس د راز د غوټې او تصویر د سپړېدو دی وخت
ما خو قافله د پښتنو په ستورو بار غوښته
ما دویم د یار لېچه اول کړۍ د دار غوښته
سره لمبه مې بله د وجود پر شنه چنار غوښته
زه د حُورو ، وږی نه وم ما رضا د یار غوښته
اوس مې د هجران د هر یو داغ د رغېدو دی وخت
ما وې سپوږمۍ ماته کړه د ستوریو و رڼا ته زه
ما وې چې غمي یې کړم د ټیک خپلې لیلا ته زه
پرېږدﺉ چې هک پک یې شم په خپله و ښکلا ته زه
پرېوته تېشه رانه چا راوستم دې خواته زه
وې د نور په سیند کې د کشتۍ د ګرزېدو دی وخت
جوړه د نغمو له تارو پُوده د ایام خیمه
زړه د غني خان د بغاوت او د قیام خیمه
تورې د قلم یې نه منله د نیام خیمه
والوته زمونږ له میخانې نه د خیام خیمه
می نه شته کاروانه د تش جام د ماتیدو دی وخت
راشه د تصویر بارانه نن د ورېدو دی وخت
راشه د هندارو د کاروان د بارېدو دی وخت
ټکڼه غرمه د لېونو د ګرزېدو دی وخت
لړه تروږمۍ د یار د سترګو د لیدو دی وخت
Post a Comment