هر هغه چې رسېدلے تر کمال وي
دا دې واوري چې کمال پسې زوال وي
بې ليدو دے په ليدو پسې ړندېږم
که مې وليدې چې بيا به مے څه حال وي
دعاګانې سلسلې دي تر ابده
ستا د مينې مستانه په شونډو سوال وي
چې ستا مخې ته درځم زړه مے درزېږي
معلومېږي ګران په مينه کې وصال وی
چې هر څوک ورنه خوشحاله وي افګاره
داسې خلق خو دے هر کله خوشال وي
افګار بخاری

Post a Comment