غزل _ عمر دراز مروت
اوښکې وې سلګۍ او شوګيرې راباندې تيرې شوې
تانه بغير څومره زمانې راباندې تيرې شوې
هله مې د عقل سترګې خلاصې شوې په هوش شومه
کله چې د وخت تودې سړې راباندې تيرې شوې
وايي هوښياران چي بې نيټي مرګونه نشته دي
څومره سختي ورځې سختې شپې راباندې تيرې شوې
اوس مې له لمبو د دوزخ مه ويروه شيخه چې
دلته چې د ظلم سرې لمبې راباندې تيرې شوې
چا عمردراز مروته لاس د يارۍ رانه کړو
ډيرې د يارانو قافلې راباندې تيرې شوې

Post a Comment