غنی خان بابا
لټون ـ مخ ـ 534, 535
نظم ـ بنده
بنده بدليږي داسې بدليږي
لکه بدل شي چې وخت د کال
کله سپرلى شي کله خزان شي
کله مستي شي، کله وصال
کله يو حسن شي، يو سوز او خوب شي
کله مجنون شي، يو لېونتوب شي
کله فرياد، سلګۍ، کله نرتوب شي
کله سينه د سقراط، کله خرتوب شي
کله ارمان د سيپۍ او کله لال
کله مستي شي کله وصال
مينه مستي ده، داسې مستي ده
لکه مست وي د بنګړي تال
کله سور ګل شي، د سپرلي شپه شي
کله منصور شي، کله بلال
کله يو غم شي، ساز او ستار شي
يا د غوټۍ ارمان د ګلو هار شي
کله سرود د سوز کله چغار شي
کله قيصه د ښايست کله دلدار شي
کله سينې د حورو او کله يې خيال
کله مستي شي کله وصال
غم يو نشه ده، داسې نشه ده
لکه نشه شي په بانګ بلال
دا خو يو نقش دى، د عاشق زړه کې
د يار د سترګو د خط او خال
کله شراب شي، مست او سرشار شي
کله د زهرو جام، شونډې د يار شي
څوک يې تسپې کړي، د چا زنار شي
کله قسمت شي او کله اختيار شي
کله ماښام شي، کله هلال
کله مستي شي کله وصال
خو بنده بدليږي داسې بدليږي
لکه بدل شي چې وخت د کال
وچ يې ارمان شي هېر يې جانان شي
هېر يې مستۍ شي، هېر يې وصال
_________________________
ارواښاد غنی خان بابا
ایک تبصرہ شائع کریں