سراج الدين سراج / اُور دې پۀ رخسار کښې میشته شوے دے

شاعرې

google.com, pub-6458435959367210, DIRECT, f08c47fec0942fa0

پیر، 27 نومبر، 2023

سراج الدين سراج / اُور دې پۀ رخسار کښې میشته شوے دے




اُور دې پۀ رخسار کښې میشته شوے دے

هر عاشق دې لار کښې میشته شوے دے


زړۀ مې اوس زما سینه کښې نۀ اوسي

ستا د زلفو تار کښې میشته شوے دے


خال دې د جبین د زړۀ د سوانې دے 

سم پۀ سُور انګار کښې میشته شوے دے


اوس به ترې څۀ طمعه د وفا کوؤم

یار مې پۀ بازار کښې میشته شوے دے


ورک نۀ شي د ښار پۀ رڼا ګانو کښې

ګران لالے مې ښار کښې میشته شوے دے


خوب سراج له ستا د غمه نۀ ورځي

ستا د مخ خُمار کښې میشته شوے دے


               سراج الدین سراج

              "ژړا پۀ ترنم کښې"

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف