سليم راؔز /زۀ د زړۀ په زمکه محبت کرم

شاعرې

بدھ، 1 نومبر، 2023

سليم راؔز /زۀ د زړۀ په زمکه محبت کرم

 




غزل


ـ سليم راؔز

کتاب ـ د راز غزل

مخ ـ 43


زۀ د زړۀ په زمکه محبت کرم

اوښکې به باران کړمه رحمت کرم


تورې تورې زلفې راځوړندې کړه

سترګو کښې لوګے ئې سلامت کرم


سترګو کښې مې سترګې دې راواچوه

لږ دې خپل وجود کښې حرارت کرم


وينه د ژوندون به منجمد نۀ شي

زۀ ئې په رګ رګ کښې حرکت کرم


دا د ظلم زور نظام به ختم شي

زۀ ئې هر قدم کښې بغاوت کرم


دا د جبر تُورې به دې پسې شي

زۀ په خپل قلم مزاحمت کرم


راؔزه! د رښتياؤ فصل زرغون به شي

دا چې د لفظونو شهادت کرم

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف