ستړى ستومانه چې د کاره راځــم
تا يادومه چــې پـــه لاره راځــم
د ارمانونو پنــډ پــه ســر راوړمه
کور ته چې هر ماښام د ښاره راځم
د کلي ډيرې لارې ډيرې کوڅې
په دې کوڅه د چـا لپاره راځم
د پرهرونو جامې واغوندمه
چي په سپرلي کې د ګلزاره راځم
څه نوي غم نوي سودا راوړمه
چې د حالاتو د بازاره راځـم
د مېخانې دروازه مه بندوئ
يارانو زه به د روزګاره راځم
ایک تبصرہ شائع کریں