غزل
زړۀ مې موړ دے له دنيا نه دا مقام د خون خوَرو دے
دا ځنګل د شرمخانو، د بازانو د زمرو دے
چې پۀ شا ګزاري لتې، او د مخ پۀ لور چيچل کړي
تجربې نه پس به وائې دا محل د داسې خرو دے
د اوبو مخلوق چې ګورې، د يو بل پۀ غوښو پائي
پۀ هر بحر کښې دننه، دغه اور پۀ غر غرو دے
دُنيا هغه عدالت دے چې انصاف ورځنې صاف وي
هر يو سست ورپکښې تېز دے، هر يو تېز ورپکښې رو دے
عشق پۀ روح کښې نظر بند دے، يا ئې قتل پۀ نصيب دے
پتنګ جل، بوراسکارۀ دے، بلبل سُور پۀ وينو سرو دے
اظهار منع دے د حُسن، قيداو بند ئې مقدر دے
څنګ طوطي چې بنديوان دے، داسې عمر د خارو دے
له زرّاتو چې پيدا وي، روغانيه دا ئې حال وي
هر يو تن زرې زرې دے، چې جوړ شوے له زرّو دے
ایک تبصرہ شائع کریں