ډاکټر همدرد يوسفزے

شاعرې

Monday, November 27, 2023

ډاکټر همدرد يوسفزے


 


د  دې  ښار د مېکدو  په  زور  ژوندي دي 

د احساس او د جزبو په زور ژوندي دي 


څوک په سپېنو رښتيا دار ته رسېدلي 

څوک د “بندو لفافو“په زور ژوندي دي 


څوک زمونږ غوندې په “خپل“قبرونو  ژاړي 

څوک د مړضمېر د مړو په زور ژوندي دي 


دوي ته ګوره د جنت هوس لمبه کړل 

دوي ته ګوره د لمبو په زور ژوندي دي 


پښتانه همدرده ټول ماضي پرست دي 

د نيکونو د قېصو په زور ژوندي دي 


د همدرد د زړه بلا ‌‌‌‌‌‌ډېر ارمانونه 

ستا د ول ول اننګو په زور ژوندي دي


ډاکټر همدرد يوسفزے

📜 خپله غزل او عکس راولېږئ

ګرانو شاعرانو! خپلې غزلې او عکسونه له موږ سره شریک کړئ.

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف