کلام :" اقبال مومند
په کور کښې به دې کېږدمه سمبال به دې ساتم
ای زړۀ! که ستا رضا وي نو لږ خيال به دې ساتم
ته ځې خو نه د ځانه سره مه وړه نښانې
تصوير او لونګين ګوتمه رومال به دې ساتم
ښې نه ښکاري د وخت د نېزه والو ارادې
تنديه! نو تر کومه پورې ډال به دې ساتم
سنګار له خو دې نه ساتم سنګر له به دې وړم
ټوپکه ! د ملګري په مثال به دې ساتم
جونګړې ته مې وې چې ورانوي دې يو سړی
چې ور به دې ساتمه که دېوال به دې ساتم
انکار ته خو مې هم نه راجوړېږي کنه خولۀ
اقباله! خو په طمع د وصال به دې ساتم

Post a Comment