د دې ښار د مېکدو په زور ژوندي دي
د احساس او د جزبو په زور ژوندي دي
څوک په سپېنو رښتيا دار ته رسېدلي
څوک د “بندو لفافو“په زور ژوندي دي
څوک زمونږ غوندې په “خپل“قبرونو ژاړي
څوک د مړضمېر د مړو په زور ژوندي دي
دوي ته ګوره د جنت هوس لمبه کړل
دوي ته ګوره د لمبو په زور ژوندي دي
پښتانه همدرده ټول ماضي پرست دي
د نيکونو د قېصو په زور ژوندي دي
د همدرد د زړه بلا ډېر ارمانونه
ستا د ول ول اننګو په زور ژوندي دي
ډاکټر همدرد يوسفزے

ایک تبصرہ شائع کریں