افګـار بخـاري / که درد د محبت دې وۀ پۀ زړۀ کښې څۀ نه څۀ

شاعرې

پیر، 27 نومبر، 2023

افګـار بخـاري / که درد د محبت دې وۀ پۀ زړۀ کښې څۀ نه څۀ

 


بیا خوند به دې پیدا شي ژوندانۀ کښې څۀ نه څۀ

که درد  د  محبت دې وۀ پۀ زړۀ کښې څۀ نه څۀ


زړګیه ! تۀ کچکول شه زۀ به شم ورته ملنګ

موندۀ به کړو خیرات د یار پۀ ورۀ کښې څۀ نه څۀ


د شنو شګو زرې دي که دے نمر د شین آسمان

پټ پټ دي حکمتونه پۀ هر څۀ کښې څۀ نه څۀ


خواږۀ خواږۀ به شي درته ترخۀ ترخۀ حالات

خواږۀ غوندې پیدا کړه تۀ پۀ خولۀ کې څۀ نه څۀ


افـګـاره ! خوبریانو  ته  کتل  نۀ  ده  ګناه

حیا چې وي د سترګو پۀ کاتۀ کښې څۀ نه څۀ


افګـار بخـاري

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔

📜 خپله غزل او عکس راولېږئ

ګرانو شاعرانو! خپلې غزلې او عکسونه له موږ سره شریک کړئ.

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف