اقبال مومند

شاعرې

پیر، 27 نومبر، 2023

اقبال مومند

 


کلام :" اقبال مومند 


په کور کښې به دې کېږدمه سمبال به دې ساتم 

ای زړۀ! که ستا رضا وي نو لږ خيال به دې ساتم 


ته ځې خو نه د ځانه سره مه وړه نښانې 

تصوير او لونګين ګوتمه رومال به دې ساتم 


ښې نه ښکاري د وخت د نېزه والو ارادې 

تنديه! نو تر کومه پورې ډال به دې ساتم 


سنګار له خو دې نه ساتم سنګر له به دې وړم 

ټوپکه  !   د ملګري په   مثال به دې ساتم 


جونګړې ته مې وې چې ورانوي دې يو سړی 

چې ور به دې ساتمه که دېوال به دې ساتم 


انکار ته خو مې هم نه راجوړېږي کنه خولۀ

اقباله! خو په طمع د    وصال به دې ساتم

📜 خپله غزل او عکس راولېږئ

ګرانو شاعرانو! خپلې غزلې او عکسونه له موږ سره شریک کړئ.

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف