غزل :
بيا د خوږ زړونو ټکور دے په حجره کښې
داسې ګرم ټنګ ټکور دے په حجره کښې
خوشحال خان په کټ کښې ناست دے شومه دم ده
ګوره ويښ د قام غمخور دے په حجره کښې
شپه پخه شوه وادۀ کړي کور ته لاړل
د لونډو خو بس کور دے په حجره کښې
په حجره کښې فرق د خان او نوکر نشته
هر سړے د سړي ورور دے په حجره کښی
د تيراه د لام قيصه شروع شوه واوره
د فرنګ پکښې مخ تور دے په حجره کښې
د اورنګ او د پېـرنګ څـــرمـن دا ویـــــړه
دا پوزے نۀ دے چې خور دے پۀ حجره کښې
دا خېبر دے ستا په غم کښې یې بنګ څښلي
پروت په خاورو کښې نسکور دے په حجره کښې
ایک تبصرہ شائع کریں