غزل :
راشي د سحار باد او په زلفو دې لاس ووهي
خدای دي تا زما په محبت او اخلاص ووهي
يو سړی د ژوند په خواب محل کې سوچ اخستی دی
سر په کاڼي مات کړي که ښيښه په الماس ووهي
ته له ما ګيله کوې ، فطرت هم معتدل نه دی
يو په شدت باندې ، بل په مړۀ مړۀ احساس ووهي
څوک بېخي کمزوری وي ، خپل حق هم په ژړا غواړي
څوک ډېر زړَور وي ، د يتيم هم ميراث ووهي
څومره ډېر کورونه ستا له لاسه په بغارو دي
تا خو دي مرګيه خدای په سر باندې پاس ووهي
داسې نران هم شته د مېدان چې د ماينې تر مخ
غاب په مځکه تس کړي له دېواله ګلاس ووهي
زمونږ د ښار منصف ، په اشرفۍ کڅوړې ډکې وړي
بل فېصله اوکړي ، دی پرې خپل مهر خاص ووهي
وخت د دوئ په لاس کې دی د دوئ سياست ښه زده دی
زمونږ د خولې ګوله به په جلوس او اجلاس ووهي
بخت هغه ټوکي دی چې ګوهره پخپل ګای باندې
شين شي له خندا ، په زوره لاس ستا په لاس ووهي
ایک تبصرہ شائع کریں