ايوب صابر

شاعرې

google.com, pub-6458435959367210, DIRECT, f08c47fec0942fa0

جمعہ، 24 نومبر، 2023

ايوب صابر

 


 

تۀ    ازانګه د ازادۍ    وې  د  ژوندون  په  ورشو 

يؤه   نغمه د خپلواکۍ وې  د   ژوندون  په ورشو

 

د   ځيګر خُون   په چراغان دې  تل تيَرې  سېزَلې

د  فکر اور دې   د   ظلمت  د شپو   سينې څیرَلې


په خوب او خيال کښې دې د مينې ګودرونه ليدل

سرې  لوپټې  دې   هم   د   پېغلو   پرچمونه  ګڼل 


مقصدیت   او   صداقت   به   ستا  د فن  ځلا  وه 

رومانيت    جديدیت    به   ستا   د فن ښکلا   وه 


د     قلندر    د    سباؤون    او    رڼائۍ   قائل  وې 

تۀ په  عظمت  کتاب   قلم او  سياهۍ   قائل   وې

 

تۀ   د خوشحال په رهګزر وې   بَل  مشال د شعور

استعاره  وې   په پښتو کښې    د خپل فکر  د نور  

                                                                           

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف