غزل
زما نه خو هم يوسه څۀ خواږۀ د ژوند پۀ لاره
"راځه چې درته وشېندم دا زړۀ د ژوند پۀ لاره"
لمحه لمحه د تړمو تړمو اوښکو پۀ ولقه کښې
پۀ تاپسې مې پرېوتۀ لېمۀ د ژوند پۀ لاره
غوښتلو له دې اوس پۀ بابا ګانو باندې ګرځم
جوړه لاس مې نیولي دي خوارۀ د ژوند پۀ لاره
چې سوچ دې د بدلون پۀ لاره نۀ اخلي ګامونه
نو څنګه پرمختګ بۀ وکړې تۀ د ژوند پۀ لاره
پۀ دې ګرانه ګرانۍ کښې اؤ پۀ دې نفسه نفسۍ کښې
د چا د پاره څوک نو وکړي څۀ د ژوند پۀ لاره
هغه فولادي زړونه چې پۀ ډېر څۀ نۀ نړېږي
ګزار ئې له ګړنګه کړي باڼۀ د ژوند پۀ لاره
اے بس کړه کنه پاڅه د غفلت له دغه خوبه
تر څو به وې پۀ هر ډګر اودۀ د ژوند پۀ لاره
زما فِطرت ؔ له پاره خو به دا ابِ حيات وي
که وڅښم ستا د لاس لپه اوبۀ د ژوند پۀ لاره
فضل الرحمٰن فِطرت ؔ

ایک تبصرہ شائع کریں