غزل
تا کۀ پۀ تَندي باندې دَ ناز طوفان ليکلے دے
ما پۀ خپل تندي هم درته جي قربان ليکلے دے
تا دَ سْرو تعويذ کښې چې زما آرزو ليکلې ده
ما هم دَ چيرړو تعويذ کښې ستا ارمان ليکلے دے
اُوکړه دَ رخسار پۀ سُور سپرلي دې غرور ښۀ اوکړه
داچې مُستقبل ورته نژدې خزان ليکلے دے
جور، سِتم دې خوند کوي جفا دې دَ خوند ډَکه ده
ستا پۀ هر يو ظلم کښې قدرت اِحسان ليکلے دے
مه وايه هر ګز راته دَ صبر چې زْړۀ صبر کړه
تا زما پۀ زړۀ باندې پخپله ځان ليکلے دے
زْړۀ کښې مې اُوسېږې خو لۀ سْترګو مې پناه اوسې
ما ځکه پۀ اُوښکو باندې ستا هجران ليکلے دے
ما دَ شهيد عشق پۀ خازه ستا يادونه اُوليکل
تا دَ خپل ښائست پۀ خنجر څۀ بيان ليکلے دے
خال دَ غونډې زَنې روغاؔني ته شېطانۍ کوي
خدائے ئې پۀ قسمت کښې څومره ښۀ شېطان ليکلے دے
ایک تبصرہ شائع کریں