عزيز مانېروال ، چې پۀ ما ډېرګران دے ـ پۀ عمر رانه کشر دے خو بيا هم ورته د ډېرې مينې نه لالا وايم.
دا يو څو کرښې مې پرې د مينې د اظهار پۀ توګه ليکلي دي او دا زما د چا پۀ ذات اولني منظوم تاثرات دي
سراج الدين سراج
څۀ بلها د کار سړے دے
د يارانو يار سړے دے
د ادب د آسمان ستورے
د هر چا نه زار سړے دے
د مکرونو نه بېزاره
ښۀ د نېغې لار سړے دے
د ښارونو نه زړۀ تورے
د چينې چنار سړے دے
تش پۀ سر خو ډېر سړي دي
سړيتوب کښې شمار سړے دے
د عمل مردِ مېدان دے
د سيرت کردار سړے دے
د رڼا اُور اُورکے دے
لۀ تيارو وېزار سړے دے
خزانې د مينې وېشي
پۀ تش جېب مالدار سړے دے
د ولس پۀ بده ورځه
پۀ سينه غار غار سړے دے
د بې وسو غريبانو
ښۀ پۀ جار غمخوار سړے دے
ښکلا ګانو پسې ګرځي
عزيز څۀ وزګار سړے دے
ایک تبصرہ شائع کریں