ـــــــــــ غزل ــــــــــــــــ
ستا نامه مې هېره ده
شپه رانه چاپېره ده
ما پورې خو سر نشته
بیا د څۀ شي وېره ده؟
اخلې په دائرو کې ساه
ټوله دنیا ګېره ده
مړۀ به را ژوندي شو نو
یوه مسکا دے ډېره ده
یه نادانه عشق کې دې
سر نه هم ور تېره ده
رحمان نادان
ــــــــــــــــــــــــــــ
ایک تبصرہ شائع کریں