خوشحال خان خټک کتاب: فراق نامه مخ/پاڼه:

شاعرې

google.com, pub-6458435959367210, DIRECT, f08c47fec0942fa0

پیر، 13 نومبر، 2023

خوشحال خان خټک کتاب: فراق نامه مخ/پاڼه:

 




شاعر: خوشحال خان خټک

کتاب: فراق نامه

مخ/پاڼه: ۲۷/۲۹


په خوني هاتی سوَره شوه مے پرسته

زه هم مست، هاتی هم مست دے، دا هم مسته


خدائے د درې واړو مستانو سره سر کړ

بله نشته یا به نیست شي یا به هسته


نـنـدارو لـره ئے راشـئ نـنـدارچـیـو

یـوه لـویـه هـنګامـه شـولـه پیوسته


چې د شلو کالو زهد ، صبر او ثواب وُه

په غنچه مې په زمان یووړله دسته


یار زما سره په کور دننه ناست وُه

زه بے روحه ګرزیدم دده په مرسته


ما په وږیو سترګو ډیر یاران خوړلي

په ځیر ځیر ئے مخ ته نه ګورم له کسته

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف