ناياب سراج
يو ځل يواځې ځان له ناسته وؤمه
ناڅاپه خيال مې شۀ د رب تخليق ته
زۀ پۀ دې سوچ کښې څۀ ژوره لاړم
پاس د آسمان پۀ لور پۀ بره لاړم
چې د آسمان رڼا ته ورسېدم
چې ستا د نُور ځلا ته ورسېدم
هر يو تخليق ته دې حيرانه شومه
بره پۀ تلو باندې خندانه شومه
د ستورو پړق او د سپوږمۍ رڼا ته
د غرونو څوکو د وريځ ګړزا ته
ما څۀ حېران پۀ تماشه کښې کتل
ما کائنات د رب د زړۀ نه ستايل
هيڅ څۀ کمے بيشے مې نۀ ليدلو
دا ټول هر څۀ راته ښائيسته ښکارېدل
ورو ورو پۀ ښکته را روانه وؤمه
ربه تخليق ته دې حيرانه وؤمه
ما مناظر د شنو باغونو ليدل
هم مې تک شنۀ ښکلي سيندونه ليدل
هم مې ښۀ يخ يخ ابشارونه ليدل
هم مې غټ دنګ دنګ چنارونه ليدل
ما کائناتو کښې پۀ غور باندې
د خپل خالق د عظمت راز اوليدۀ
ما پکښې ښۀ پۀ بينا سترګو باندې
د رب منلو له جواز اوليدۀ
زۀ ډېره زياته مطمئينه شومه
لا پۀ خپل رب باندې مئينه شومه
پۀ ښکته ورو ورو راروانه وؤمه
ښه خرامانه خرامانه وؤمه
بيا مې نظر پۀ غټ ځنګل اولګېد
پۀ دې کښې ډېر ځناوران اوسېدل
ښۀ پۀ خندا او پۀ آرام اوسېدل
ټول لۀ يو بله زارېدلو ربه
دوي ښۀ پۀ ټق ټق خندېدلو ربه
نۀ پکښې مکر نۀ فرېب ښکارېدۀ
نۀ پکښې بل څۀ قسمه عېب ښکارېدۀ
زړۀ مې آباد اسلام آباد شۀ ربه
ستا پۀ تخليق مې زړګے ښاد شۀ ربه
بيا زۀ پۀ ورو ورو خپل اوقات له راغلم
مطلب اشرف المخلوقات له راغلم
دلته مې ذهن کښې سوالونه راغلل
چې نۀ اسمان کښې وؤ راغلي ماله
نۀ مې باغونو کښې وؤ کړي چرته
نۀ مې پۀ غرونو کښې وؤ کړي چرته
ځکه چې ما بنيادمان اوليدل
ما چې پۀ زمکه انسانان اوليدل
د دوي جنګونه فسادونه ربه
ما چې پۀ خپلو سترګو اوليدلو
د دوي نېتونه فريبونه خدايه
چې ما پۀ خپلو سترګو اوليدلو
د دوي مکرونه او عېبونه خدايه
ما چې پۀ خپلو غوږو واورېدلو
ما چې د دوي دهوکې شوکې وليدې
ما چې قتلونه دهماکې وليدې
ما د بېوسو چې ګيلې اوليدې
ما چې بې انصافه فېصلې اوليدې
ډېره حېرانه شوم چې دا ولې تا
دوي له دا لوئے مقام پۀ څۀ ورکړے
د علم پوهې او شعور باوجود
دوي پۀ يو بل پورې ژوندون اُور کړے
زما سکون پۀ بې چېنۍ بدل شۀ
ما خپل الله ته ښۀ پۀ جار اووئيل
ما پۀ ژړا او پۀ ناتار اووئيل
چې ستا عظمت ته زۀ سلام کوؤمه
د هر تخليق دې احترام کوؤمه
ستا آسمانونو کښې خوشاله يمه
ستا ځنګلونو کښې خوشاله يمه
ستا پۀ باغونوکښې خوشاله يمه
ستا تورو غرونو کښې خوشاله يمه
خو بس ګيله درنه پۀ دې کوؤمه
زۀ درته سوال منت زارۍ کوؤمه
تا چې کوم ځائے کښې پېدا کړې يمه
تا چې کوم لوئے مقام راکړے ماله
زۀ دلته نۀ يم مطمئينه خدايه
ما چرته پاس اسمان ته اوخېژوه
يا مې د غرۀ پۀ سر دېره که چرته
يا مې ساده ځناورانو سره
پۀ يو وسيع ځنګل ميشته که چرته
ناياب دنيا نه بيلېدل غواړمه
زۀ چرته بل ځائے اوسېدل غواړمه
زۀ چرته بل ځائے اوسېدل غواړمه

ایک تبصرہ شائع کریں