ژوندون مې پۀ اوګو باندې بار کړے دے روان یم
قاتل یم هر ارمان مې ــ پۀ دار کړے دے روان یم
دا روح مې د مودو نه ـــــــــــ د وتو پۀ انتظار دے
پۀ زور مې پۀ کالبوت کښې ـــ ایسار کړے دے روان یم
د کرکو نه بې زاره ــــــــــــــ د وفا پۀ لاره یون کړم
ضمیر مي خپل ـــ د مینې پۀ لار کړے دے روان یم
د بل خفه کؤل مې ــــــــ د ژوندون کتاب کښې نشته
دا خپل زړۀ مې پخپله ــــــ آزار کړے دے روان یم
پۀ کوم چا ورپسې شمه ــــــ پۀ نېغه لاره څوک دي
دې سوال سراج ــ د هر څۀ قلار کړے دے روان یم
سراج الدین سراج
"د شعور انګازې"
ایک تبصرہ شائع کریں