رحمت الله شادان /چې د اســـــلام پهْ نوم سياست کوي

شاعرې

جمعرات، 9 نومبر، 2023

رحمت الله شادان /چې د اســـــلام پهْ نوم سياست کوي

 




چې د اســـــلام پهْ نوم سياست   کوي 

نو   دا  ښــــکاره     مُنافيقت      کوي


ځوانان  نشـــو  او  تماشو خراب   کړهْ

پېغلـــې لګيا دي    خپل  محنت  کوي


خير که پېزوان  دې مزېدار نه  ښکارې 

خو  ســــتا د  شونډو   حفاظت    کوي 


دے ځکه هر چاته بې اعتباره    ښکاري 

پهْ   امانــتو    کښې   خيانت      کوي 


د  وزګار  خېل  سړي نو څهْ کا وي خو

سحر    ماښام    پردے    غيبت   کوي 


پهْ بعضې خلکو باندې دومره ګران يم

هم  مې  غزت  هم  مې  صفت   کوي 


پهْ   تا  مٸين    ســتا    لېونے       تاته 

ستا  انتيظار  ډېـــر پهْ   شدّت     کوي 


خدايه  غريب  له   دولت  مهْ   ورکوه

دے    بيا    د   هرچانه    نفرت   کوي


بس  که  رضا  شه  کنه  وه  يٸ    منه

شادان   به    څو  درته   مينت    کوي 


((((رحمت اللّه شادان ))))

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف