صاحب شاه صابر صېب تلين

شاعرې

بدھ، 25 اکتوبر، 2023

صاحب شاه صابر صېب تلين

 



نن په وحدت ورځ پاڼه کښې د جوهر لوګین رور دا لیک چاپ شوے د ملګري مصویر قريشي صېب ډېره ډېره مننه کوم 

#صابر صېب تلين

--------------------

نن دريم اپريل دى نن د پښتو ادب د يو ګڼ اړخيز شخصيت ارواښاد ډاکټر صاحب شاه صابر صيب چې ما به ورته صاحب شاه لالا وى تلين مانځلي کيږي . په دى ورځ د مالاکنډ ادبي ، سياسي او نظرياتي تکون ( مثلث ) کوم چې په رحمت شاه سايل صيب ، ډاکټر خالق زيار صيب او ډاکټر صاحب شاه صابر جوړ و مات شو !!!! 

زه چې کله هم په صاحب شاه لالا خبرې يا ليکل کوم نو ما غريو اونيسي !! 

زه چې په ښه بد پوهه شوي يم نو اروښاد صابر لالا مې هم د خپل کور د مشرانو د نورو دوستانو سره پخپله حجره کښې ليدلى دى . او چې کله مې په پيښور کښې سبق وے نو هم لالا به اکثر شپى له هاسټل ته راتلو. ځکه راته د خپلو مشرانو پشان ګران وو او ورته مې احترام لرو. د ژوند ډير يادونه يی راسره دي . نن به يی درسره يو څو خاطرې شريکى کړم . 

يوه ورځ مازيګر لالا هاسټل ته راغلو لږ وخت پس يی ماته وئيل ورارهٔ زه چې صدر ته لاړو شو . مونږ صدر ته روان شو ، د کافي شاپ سره روان وو چې د لالا يو دوست راسره ميلاؤ شو ، چې زما نه يی نامه هيره ده ، د خير پخير نه پس ورسره لالا د ډيوټي په باره کښې څه خبرى اوکړي او بيا مو ترى رخصت واخست ، چې روان شو لالا ما ته وائی چا ته دا هم نه شم وئيلي چې نن سبا په سوات چکيسر کالج کښې ډيوټي کوم ، ځکه چې هر تن داسي افسوس اوکړي لکه چې زړهٔ يی راباندى اوسوزي چې ډير لرى په غرونو کښې دى ډيوټي ده او په خندا شو. 

مونږ چې په بس کښې کيناستو او صدر ته اوراسيدو نو د خيبر کيفي مخى ته راسره حمايت الله مايار ( چې اوس د مردان ناظم اعلي دى ) ميلاؤ شو. چې په دغه ورځو کښې د پښتون ايس ايف صدر وو . لالا ورسره زما پيژنګلو اوکړه چې دا مې ورارهٔ دى ، مايار صيب ورته ځواب کښې اوے چې دى زه پيژنم زمونږ سره پښتون ايس ايف کښې دى او د کورنۍ نه يی هم پيژنم . بيا مونږ په سلور سټار کيفى کښې چائ اوڅښله . 

صاحب شاه لالا په دغه ورځو کښې د پارټي نه خفه وو او په حمايت الله مايار او فريد طوفان يی ټکونه کول . چې حمايت لالا تنګ شو نو ورته وائی صاحب شاه زما هغه ورځي نه دي هيرى چې تاسو کامريډانو به ټوله شپه په هاسټل کښې د انقلاب خبرى اوکړي بيا به سحر اوده شوى او چې د خوبه به راويښ شوى نو د هاسټل ټو ( ۲ ) د بيرهٔ نه به مو تپوس اوکړو چې ټينکونه خو نه دي راغلي انقلاب شوى که نه . ههههههههههه

ډير زيات مو اوخندل . چې د حمايت الله نه مو رخصت واخستو بيا مونږ لندن بک سنټر ته لاړو. هلته مو کتاب نيم واخست ، او په صدر کښې د چکر نه پس يونيورسټى ته په بس کښې کيناستو لالا ماته وائی کتابونه لوستل ډير ښه وي ډيره زده کړه ترى کيږي . بيا ما ته وائی چې ته خبر يی جوهره ! په دنيا کښې يوه غلا داسي ده چې هغه جائزه ده او هغه د کتاب غلا ده ، که ښه کتاب درته چرته ميلاؤ شو نو چپه کوه يی ، ههههه او په خندا شو. 

د بس نه چې کوز شو او د هاسټل په لور روان وو نو ما ته وائی چې که ته سبا وزګار يی چې د اسد دانش دکان ته لاړ شو چې د ډاکټر د کتاب پوښتنه ترى اوکړو چې يی چاپ کړو که نه ! ( ډاکټر يی زما کاکا ډاکټر خالق زيار صيب او د هغوي ژباړلې کتاب ” دا خاوره او دا خلك “ کوم چې نن سبا د پيښور پوهنتون د پښتو څانګې په نصاب کښې شامل کړى دى ) ياده وو 

داسي بلها خبرى او خاطرى دي چې د ارواښاد صاحب شاه لالا سره مې تيری کړي دي !

د هغوي د مرګ نه څو ورځي مخکښې

زه درګى سيشن کورټ ته د خپل مشر ورور فضل رازق ايډوکيټ سره تلې ووم په بار روم کې د نورو وکيلانو سره ناست ووم لږ وخت پس ارواښاد صاحب شاه لالا راغلو ماته يی وئيل ورارهٔ ته د عربو نه کله راغلې يی ؟ زه نه ووم خبر ګنې کلې ته به درغلې ووم. 

ما ورته وئيل لالا ٫دا خبره اوس بداله شوې ده اوس راته خلک وائي کله به ځې ؟ 

ډير يی اوخندل ٫ وے ښه لکه وخت دے ډير شوے چهټي دے ختمه ده واپس روان يی . خواته راسره امان الله خان ايډوکيټ صيب ناست وو هغوي ورته وى صاحب شاه ، جوهر در له د ليکوالو پشان ځواب درکړو . ډير مو اوخندل ! 

دغه غالباً د مارچ اخري اوونى ( هفته ) وه . دوه درى ورځې پس زه عربو ته لاړم او په ۳ اپريل هغوي وفات شو

روح يی ښاد. 


ډاکټر خالق زيار صيب وائی ! 


دغه يو څو څاڅکي زما د اوښکو 

تنده به څنګه د صحره ماتوي 

داسي بل نشته خدايهٔ اوس به سړى

مينه په چا د صاحب شاه ماتوي 


#جوهرلونګين کنيډا

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف