بد لیونی شو، انتظار نه کوي
درد یوه څړیکه ده، قرار نه کوي
اوس مې د زړه په رضا پوهه شوله
اوس چې په تلو کې شي تلوار نه کوي
ستا د وعدې په تار تړلی زخم
ما ژړوي سپرلي ته وار نه کوي
خمارې سترګې د نظره شولې
کجیر باڼه د زړونو ښکار نه کوي
ارواښاد ډاکټر صاحب شاه صابر
ایک تبصرہ شائع کریں