نظرونه دې خاموش دي / نسيم ستورې

شاعرې

منگل، 31 اکتوبر، 2023

نظرونه دې خاموش دي / نسيم ستورې

 


نظرونه دې خاموش دي 

قدمونه دې خاموش دي


ستا فکرونه لیونې وو

ټول سوچونه  دې خاموش  دې 


د ولس درد دې په زړه کې

اوس دردونه دې خاموش دي 


ستا لیکنې د پښتو وې

نن شعرونه دې خاموش دي


ته لیکوال د خپلي ژبې

اوس لیکونه دې خاموش دي


تصویرنو ته دې ګورم 

تصویرونه دې  خاموش دي 


د پښتو د ادب شال وې

قلمونه دې خاموش دي


څه بې وخته رانه لاړې

دا وختونه دې خاموش دي


ای زما د پلار ملګریه

منزلونه  دې خاموش دي


غږ دې نه اورم لایقه

اوس غږونه دې خاموش دي 


رب دې هغه دنیا درکړې 

ښایستونه دې خاموش دي


نسیم ستوری کړې پوښتنه

جوابونه دې خاموش دي

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف