غزل
ـــــــــ
ډېره مودا وشوه چې يم، په داسې کور کې ويده
په خاموشيو کې راويښ شمه، په شور کې ويده
په خېټه وږى يم، خو سترګې مې مړې دي خدايه!
زما غربت کرارې پروت دى، په تش شکور کې ويده
نه پرې باران اوري، او د غوښو بوى ختم شو
د يووشتمې صدۍ خلک دي، په اور کې ويده
د ده په وړاندې په يوه کمره کې څه ونه شوو
اوس هم لا پروت دى، يو سړى په يو انځور کې ويده
باقره! بيا مې دى د ذهن په حمل کې يو خيال
لکه د څو مياشتو ماشوم چې وي، په مور کې ويده
#باقر
ایک تبصرہ شائع کریں