بي شماره خلي وي د هيچا سره غوږونه نه وو
دلته د غږ د اوريدلو رواجونه نه وو
هر څوک راګير وو د خپل ذات په داٸيرو دننه
د دي پينجرو نه د وتلو تدبيرونه نه وو
وخت مو ذهنونه پدي چل غلامان کړى وو چي
زمونږ په لاسو او په پښو کښ زنځيرونه نه وو
دلته د ميني په معنا باندي څوک نه پو هيدل
چا سره سترګي نه وي چا سره سرونه نه وو
منم باران به وو سپرلي به وو ګلونه به وو
خو په ذهنونو کښ د ميني ښايستونه نه وو
پرهر پرهر د خپل وجود يې د لفظونو ډک وو
د پښتنو سره ليکلى تاريخونه نه وو
ژوند وو بس تير شولو بي کيفه بي مزي خالده
چي وخت وو زور نه وو چي زور وو نو وختونه نه وو
ایک تبصرہ شائع کریں