بېلتون
د ځوانۍ وېښته مے سپين شو
د بېلتون ظالم له ويرے
ډير په دے عمر ويرېږم
رانه مۀ ځه لرے لرے
هر بيګاه چې سبا کيږي
وايم خدايه څۀ به کېږي
نۀ مے سود د زړګي کېږي
نۀ مے زړۀ غواړي خبرے
ځان فقير کړه په دنيا کښې
چې يادېږے په دعا کښې
د نيکانو سره خوا کښې
قبلوه تندے نهرے
دا يو څو ورځې د شمار
دے سفر د ژوند په لار
د هر چا چې تېر شي وار
دوباره نۀ راځي چرے
بده لږي په عالمو
څۀ به وايم د بے غمو
زۀ بابر که د رېښمو
تار کښې پېئم ملغلرے
ایک تبصرہ شائع کریں