دا شخصیت فضل احمد غر دې، چې پهٔ ۱۸۹۹ کې د مردان پهٔ سرو ډهېرۍ (سرخ ډهېري) کلې کې زېږېدلې وهٔ.پهٔ ۱۹۲۶ کې حیدراباد دکن ته لاړه او پهٔ ۱۹۴۹ کې پښتونخوا ته

شاعرې

اتوار، 8 نومبر، 2026

دا شخصیت فضل احمد غر دې، چې پهٔ ۱۸۹۹ کې د مردان پهٔ سرو ډهېرۍ (سرخ ډهېري) کلې کې زېږېدلې وهٔ.پهٔ ۱۹۲۶ کې حیدراباد دکن ته لاړه او پهٔ ۱۹۴۹ کې پښتونخوا ته

 



نن درسره د هغه کثیراللسان ( ګڼ ژپي) شاعر پېژندګلو  کوم چا چې د ژوند پهٔ اخر کې خپله ټوله شاعري وسوځوله.


دا شخصیت فضل احمد غر دې، چې پهٔ ۱۸۹۹ کې د مردان پهٔ سرو ډهېرۍ (سرخ ډهېري) کلې کې زېږېدلې وهٔ.پهٔ ۱۹۲۶ کې حیدراباد دکن ته لاړه او پهٔ ۱۹۴۹ کې پښتونخوا ته بېرته راغې.د خداي خدمتګار تحریک غړې او مبارز وهٔ. اتیا زره شعرونه یې لیکلي وو، چې همېش خلیل مرحوم یې د 

"د غرہ ګلونه" پهٔ نوم څه شعرونه راغونډ کړي او چاپ کړي دي. پښتو، اردو او فارسۍ کې یې شاعري کوله. 

   ۱۹۲۸ کښې چې د باچاخان "پښتون"مجله شروع شوه نو وړومبۍ ګڼه کښې يې کلام سره چلونکي خان عبدالغفار خان د ستاينې نوټ وليکلو- وروستو چې به څومره مجلې چاپ کيدې نو مديرانو به دغه د غر غوندې سړي نه د کلام غوښتنه کوله- د غازي امان الله خان غوندې د لوړ شخصيت راې همېش خليل صاحب "پښتانه ليکوال" کښې رانقل کړې ده حې؛

"زه پښتو ژبه او ادب د غر صاحب حواله کوم او پخپله د ملک د اقتصادي حالاتو د ترقۍ د پاره کوشش کوم". 

    غر د غر هومره انسان وهٔ، خو دا ورته احساس وهٔ چې پښتنو کې پهٔ ژوندوني د حقدارو منل نه کېږي؛ 


‎پښتو له وينې ورکړې چا جنډې په چا ښخې شوې

‎دنيا ړنده ده چې د غر غوندې انسان نه ويني 


د باچاخان د اُتمانزو پهٔ ازاد سکول کې چې به کلیزه انعامی مشاعره پهٔ ورکړې شوې طرحه کېده، پهٔ هغې کې غر صېب وړومبې انعام ګټلې وهٔ. طرحه څه داسې وه؛ 

« که دې خیال د ازادۍ د خپل وطن وي»

د غر پهٔ دې طرحه څه شعرونه څه داسې وو؛


كه دې خيال د آزادۍ د خپل وطن وي

مه وېرېږه كه دې مخكې مشين ګڼ وي

چې زما په باغ خزان دې زه يې څه كړم

كه بهار د نورو خلكو په چمن وي

څو ګلونه د هغه د پاسه كېږده

چې كوم ځاى كې د قومي شهيد مدفن وي.


واورئ اې پر مخ د ځمكې اوسيدونكو

له اسمانه چې اواز راځي دا څه دې؟

د ازاد يو ساعت ژوند په حقيقت كې

د غلام د دايمي ژوندون نه ښه دى!


د هغه ځینې اشعار خو د متل پهٔ توګه کارولې شی، خو چاته معلومه نه ده چې دا د فضل احمد غر بابا اشعار دي؛

‎دا د سیند هره څپه وایي چې پاڅي 

‎خوځول به دې د لاسو پورې باسي 

‎په تدبیر چې د کوټې سوری بند نه کړې 

‎دا تقدیر دی چې به هاغه کوټه څاڅي

غر بابا د پښتنو نه مایوسه تلې دې. د پښتنو پهٔ بې قدرۍ خفه وهٔ، اخر کې پهٔ خپل ژوند ستومانه وهٔ.

  ارواښاد همیش خلیل صېب لیکي، 

   "غر صیب د خپل عمر په وروستيو کې خپل اشعار وسوځول او چې ایره شول نو ويي ویل: «دغو زه ډير بې ارامه کړی وم. اوس زه په ارام شوم.» بیا د دغې وینا نه یوه لحظه وروسته یې ساه ورکړه. دا کال ۱۹۶۵ زېږدي وو"۔ اروا یې ښاده! 

    ــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

📜 خپله غزل او عکس راولېږئ

ګرانو شاعرانو! خپلې غزلې او عکسونه له موږ سره شریک کړئ.

ads

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف