رحيم شاه رحيم او د پښتو اکېډيمي، پېښور پوهنتون "پښتو" مجله بريال يوسفزے

شاعرې

اتوار، 8 نومبر، 2026

رحيم شاه رحيم او د پښتو اکېډيمي، پېښور پوهنتون "پښتو" مجله بريال يوسفزے

 



رحيم شاه رحيم او د پښتو اکېډيمي، پېښور پوهنتون "پښتو" مجله 

 بريال يوسفزے


د کال ۲۰۲۱ء ورځې وې کله چې زۀ د خپلې مقالې مراد شينواري ژوند ادبي خدمات د پار د موادو پۀ راغونډلو کښې مصروفه ؤم او د دې د پاره مې د بېلابېلو ادبي کتابتونونو او د تحقيقي مرکزنو نه استفاده کوله او د موضوع سره د متعلقه  اثارو او مجلو پۀ لټون کښې ؤم. پۀ دې لړ کښې مې د پښتو ادبي بورډ لائبرېري، ارکائيوز پېښور لائيبرېري، د پښتو اکېډيمي پېښور پوهنتون لائيبرېري او ورسره نورې لائبرېرۍ هم چاڼ کړې وې. د پښتو اکېډيمي پېښور پوهنتون پۀ "پښتو" مجلې کښې چې کله ما د مراد شينواري مواد لټول نو  زما د نظره د رحيم شاه رحيم څۀ مقالې او مضمونونه د نظر تېر شوي وۀ. کوم چې ماته پۀ علمي او ادبي حوالې سره د پام وړ ښکاره شول نو د ځان سره مې ئې عنوانونه او خپرېدو نېټې پۀ دې هيله وليکلې چې پۀ مناسب وخت کښې به ئې د پښتو ادب لوستونکيو ته وړاندې کړم. 

د دې مقالې د ليکلو پۀ دؤران کښې چې ما د کوم ماخذونو نه استفاده کړې ده پۀ هغې کښې د رحيم شاه رحيم کتابونه "غټه خزانه"، "د ګودر ماښام (ناولټ)" او د پروفېسر ډاکټر محمد حنيف خليل چې پۀ کښې د رحيم شاه رحيم د ژوند او د شخصيت پۀ اړه بنيادي معلومات موجود وۀ او ورسره د "پښتو" مجلې مختلفې ګڼې شاملې دي.


رحيم شاه رحيم د پښتو ادب او بيا پۀ خاصه توګه د سوات د ادب يؤ پېژندلے شخصيت دے څوک چې پۀ ۴ اپرېل ۱۹۵۳ء کښې پۀ مينګوره سوات کښې د عقلمند خان پۀ کور کښې زېږېدلے دے. پۀ  کال ۱۹۷۲ء کښې د ګورنمنټ هائي سکول نمبر ۱ بڼ نه لسم پاس کړے دے او د لسم نه پس ئې د ګورنمنټ پوسټ ګريجوېټ جهانزېب کالج سوات کښې تر څوارلسم جماعته پورې پۀ باقاعده ډول زده کړې کړې دي .ورستو د څۀ وجوهاتو لۀ جې ئې باقاعده تعليم او نۀ کړے شو او پۀ کال ۱۹۷۸ء کښې ئې پۀ بېنک کښې ملازمت اختيار کړو او د نوکرۍ سره سره ئې د پښتو انرز امتحان پۀ پرائيوېټ توګه پاس کړو. پۀ کال ۱۹۸۰ء کښې ئې پۀ اسلامياتو کښې  د ايم ـ اے امتحان پاس کړو.

 د ملازمت پۀ سلسله کښې هغوي ژوند پۀ بټخېله، تاڼه، مينګوره، او بونېر کښې تېر کړے دے او د ملازمت اخرې ورځې ئې پۀ مسلم کمرشل بنک مينګوره برانچ  کښې تېرې کړې دي. د ژوندپه اخري عمر کښې د زړۀ د بيمارۍ لۀ وجې پۀ پينځم دسمبر کال ۲۰۰۷ء کښې د سوات د ترهګرۍ پۀ سختو حالاتو پۀ دؤران کښې وفات شوے دے او پۀ مينګوره،سوات کښې خاؤرو ته سپارلے شوے دے.

د رحيم شاه رحيم پۀ چاپ او ناچاپ اثارو کښې دي پۀ هغې کښې"پېکړې"، "غرڅنۍ" او "زلزلې" ئې شعري مجموعې دي. "غټه څوکه" او واورينې څوکې" ئې تذکرې دي چې د سوات د شاعرانو او اديبانو د ژوند حالات ئې پۀ کښې بيان کړي دي. راجګڼه"،"بي بي مباکه"، "سکندر اعظم"،او "سبا" ئې ناولونه دي. د ګودر ماښام ئې "ناولټ دے".  "د احمد دين طالب ديوان" او "انوار سهيلي" ئې ترتيب کړي کتابونه دي. "واؤرينې څوکې" او "غټه خزانه" ئې تذکرې دي. "سوات نامه او جواب نامه" ئې د خوشحال خان خټک د سوات نامې منظوم جواب دے.  د دې سره رحيم شاه رحيم د پښتو اکېډيمي،پېښور پوهنتون نه وتونکې "پښتو" مجلې د يؤ مستقل ليکوال پۀ حېث د خپل علمي تحقيقي او تنقيدي بصيرت څرګندونه کړې ده. د رحيم شاه رحيم دغه ليکونه تنقيدي او تحقيقي بڼه لري . دلته ئې زۀ صرف عنوانونه او د چاپ شريکؤم امېد دے چې د محقيقنو به پۀ ښۀ اوګرځي.   

1. زۀ شعر څنګه ليکم، دسمبر ۱۹۷۶

2. زۀ شعر څنګه ليکم، جنوري ۱۹۷۷ء

3. انساني جذبات او احساسات، مئي ۱۹۷۷ء

4. شفاهي قيصې، فروري ۱۹۷۸ء

5. شفاهي قيصې، مئي ۱۹۷۸ء

6. د کانجو ميا کريم داد، مئي ۱۹۷۸ء

7. په ادب کښې د خط ليکلو فن جولائي اګست ۱۹۹۸ء

8. ښۀ تضمين د چا دے؟، اکتوبر ۱۹۸۷ء

9. د قاضي اثر قلمي اثار، اکتوبر، نومبر، دسمبر ۱۹۸۸ء 

10. تاج محمد خان زېب سر، نومبر  دسمبر ۱۹۷۸ء

11. خپلې نسب نامې مکملې کړئ، اپرېل ۱۹۷۹ء

12. د ازادۍ نه پس پۀ پښتو افسانوي ادب کښې د پاکستاني معاشرې مقام، جولائي اګست ۱۹۹۷ء

13. د پخوانو شاعرانو مقالې، اګست ستمبر ۱۹۷۹ء

14. د چاربېتي شاعرانو دور، فروري ،مارچ،اپرېل ۱۹۸۷ء

15. د ژبې او ثقافت سيمينار، اګست ۱۹۸۶ء

16. د سوات ورک شاعران، نومبر ۱۹۷۹

17. د سوات ورک شاعران،جون، ۱۹۸۰ء

18. د سوات ورک شاعران،جولائي ۱۹۸۰ء

19. د سوات ورک شاعران، اګست ۱۹۸۰ء

20. د سوات ورک شاعران، اکتوبر ۱۹۸۰ء

21. د سوات ورک شاعران، دسمبر ۱۹۸۰ء

22. د سوات ورک شاعران، جنوري ۱۹۸۱ء

23. د سوات ورک شاعران، نومبر ۱۹۸۱ء

24. زما قلمي پنګه، نومبر ۱۹۸۶ء

25. سيد حسن، ستمبر ۱۹۸۶ء

26. زما قلمي پنګه، جون، ۱۹۸۷

27. سوات پۀ متلونو کښې، جولائي ۱۹۸۸ء

28. د سېدو غوث پۀ وخت کښې د سوات سياسي او معاشرتي حالات، فروري مارچ ۱۹۸۲ء

29. سېد حسېن او سيد حسان، جولائي ۱۹۹۰ تا جون ۱۹۹۱ء

30. د شهاب شاعري، جولائي، اګست، ستمبر، ۱۹۹۱ء

31.  قاضي داد ګل، اکتوبر ۱۹۸۲ء

32. قاضي داد ګل، نومبر، ۱۹۸۲ء

33. محمد اکبر څوک وۀ؟ سمبر ۱۹۷۷ء

34. محمد جان لوهار، جنوري ۱۹۹۰ء تا جون ۱۹۹۰ء

35. مالاکنډ د تاريخ پۀ رڼا کښې، مئي ۱۹۸۸ء

  د پښتو اکېډيمۍ، پېښور پوهنتون د "پښتو" مجلې پۀ بېلابېلو ګڼو کښې د رحيم شاه رحيم ۳۵ مضمونونه او مقالې شاملې دي کوم چې مونږ ته دا ښائي چې چې هغوي د دغې علمي او ادبي مجلې سره د اوږدې مودې پورې منسلک وۀ. د رحيم شاه رحيم ليکونه د کال ۱۹۷۶ء نه  تر ۱۹۹۸ء پورې پۀ بېلابېلو موضوعاتو خوارۀ شوي دي .

د رحيم شاه رحيم د "پښتو"  مجلې د ليکنو نه مونږ دې نتيجې ته رسېږو چې د هغوي ادبي شخصيت يوازې د هغوي د منظومو او منثورو پورې محدود نه دے بلکې د هغوي د علمي او تحقيقي ليکونو او مقالو يوه پراخه برخه اوس هم لا  د ادبي رسالو او مجلو پۀ پاڼو کښې خوندي پرته ده او د منظم او ځانله تحقيق غوښتنه کوي.  چې دغه راټولول او پۀ يؤ جدا کتاب يا تحقيقي  اثر کښې خوندي کول د پښتو ادب د محقيقينو د پاره يؤ مهم کار کېدے شي. د دغو ليکونو را يؤ ځاے کول  او مطالعه کول به نۀ يوازې د رحيم شاه رحيم د ادبي شخصيت يؤ ښۀ  او هېر اړخ څرګند کړي بلکې د سوات د ادبي، تاريخي او کلتوري پس منظر پۀ حواله به هم  تحقيق ته اهم  مواد برابر کړي. په "پښتو" مجلې کښې د رحيم شاه رحيم خوارۀ شوي ليکونه د هغوي د شخصيت يوه مهمه برخه ده چې د پښتو د معاصر ادبي تاريخ پۀ مطالعه کښې ورته ځانګړې توجه ضروري ده.

 

ماخذونه

1. پروفېسر ډاکټر محمد حنيف خليل، مخ پۀ مخ،دانش کتاب خانه،پېښور،ستمبر ۱۹۹۹ء

2. رحيم شاه رحيم، غټه خزانه، نديم يونس پرنټرز،لاهور،۲۰۱۵ء

3. رحيم شاه رحيم،د ګودر ماښام، اعراف پرنټرز،پېښور، ن م

4. پښتو(مختلفې ګڼې)،پښتو اکېډيمي،پېښور پوهنتون 


بريال يوسفزے

چپريال سوات

📜 خپله غزل او عکس راولېږئ

ګرانو شاعرانو! خپلې غزلې او عکسونه له موږ سره شریک کړئ.

ads

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف