څوک به مې مړ له ميکدې راوړي
داسې يو رنګ به مې توبې راوړي
او دا د جنت وږي بلا وهلى
لوږې وهليو ته تسبې راوړي
د انکار جرم ته ماحول جوړه وي
دوي دې نران شي چې فتوې راوړي
يا الله سړيکې مې ده زړه سيوا که
خولې ته مې ټکې ده ادې راوړي
ماښام دې دوخت کور کې نه وي ممتاز
اوس به راخي سترګې به سرې راوړي
پير ممتاز اورکزي

ایک تبصرہ شائع کریں