ستا دي خان کاکا په کور کي زر انبار وي
او زما بچي دې خاوري سټي خوار وي
ستا بنکونه خو دې ورځ په ورځ پړسيږي
او زما وينه دې درنګ په درنګ وچيږي....
خواري زه کوم ځان زه وژنم سود ستا شي
تاوان زه اوکړم او ګټه تاله راشي
وازګي ويلي په پټو کي دې زما شي
ترينه جوړه ستا بنګلو کې ستا رڼا شي.....
ته که تکي توري وايي هم تک سپين يې
زه که سپيني سپيني وايم ګنانګار شم
ته که ټول ناحق ناحق کوي آقا يې
زه که حق چرې ووايم په دار شم....
دا منمه چي ته زور لري زردار يې
د سرونو سوداګر ي لوې سردار يې
دا منمه چي نن ستا د زور خاني ده
دا منمه هر څه ستا دي ما به خوار کي
دا منم فتوي لري ما به کافر کړي
دا منمه وس لري ما به په دار کې....
خو ولې! اے د اقتدار په نشه مسته
ولې اے! د تکبر په نيلي سوره
دا منمه چي د تا نه به ځان ورک وي
خو ما اوپيژنه ماته هم وګوره.....
دا ستا زر څه دی بچے مي د محنت دے
او ستا زور څه دے زما د مټو برکت دے
ستا نشه څه ده زما د وينو رنګ دے
ستا غرور څه دے زما د خولې رنګ دے....
او دا ته څه يې ، زما د لاسو جوړ يې
دا زه وږے يم ته ځکه دومره موړ يې
ما د سره ودانګل نو وطن جوړ شو
ما خواري وکړله نو هله چمن جوړ شو.....
ما اغيار ورک کړو نو هله ته دلدار شوې
ما سر سر کړلو نو هله ته سردار شوې
ما مکان جوړ کړلو نو هله ته مکين شوې
ما تخت جوړ کړلو نو هله تخت نشين شوې......
په دي پوه شه چي دا زه يم ځکه ته يې
که زه نِش يمه ته څوک يې چي به شته يې؟
ته وايې" هر څه او د هر چا دي زما شي"
"که زما نه وي نو هر څه دې تباه شي".....
بس دا ستا لاره جدا زما جدا ده
فيصله ده پټه نه ده برملا ده
ټول خواران په يوه چغه پارومه
شاعران او اديبان رالړزومه
د بوډا بابا ارمان پوره کومه
بس دے ټول اولس افغان راخبرومه
د خپل حق او د مرام په نوم يو کيږو
هر څه چې کېږي روانيږو روانيږو.
اجمل خټک بابا

ایک تبصرہ شائع کریں