خالي نسکور کړم او بل جام کړمه راډک د خمار

شاعرې

پیر، 9 نومبر، 2026

خالي نسکور کړم او بل جام کړمه راډک د خمار

 



خالي نسکور کړم او بل جام کړمه راډک د خمار

زه په خوبونو کې هم ګرځم په درک د خمار


زاهده خدای خو دې خبر مه کړه له دغه زوره

دَ زمکې چال چپه کولې شي چورلک د خمار


بلا دې واخلم د ازار له بلا  ويرېږه

خېرې قبلېږي په سرور کې ټک په ټک د خمار


د چا په يو نظر کتو داسې زنګېږي ولې

و د مودو مودو بلد دغه هلک د خمار


د دنيا واړه نعمتونه دې شي ستاسو نصيب

ما ته خو ماته صراحي ده مبارک د خمار


څوک په خمار باندې مئين څوک د خمار په خالق

د چا به خوښې وي سجدې د چا تيندک د خمار


انګور، خشخاش او بنګ خو واړه پیدا کړې دي رب

امجده جام به اخر ولې ګڼم سپک د خمار

امجد شهزاد

📜 خپله غزل او عکس راولېږئ

ګرانو شاعرانو! خپلې غزلې او عکسونه له موږ سره شریک کړئ.

ads

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف