وم د هر چا خو ستا د کار نۀ ؤم

شاعرې

پیر، 9 نومبر، 2026

وم د هر چا خو ستا د کار نۀ ؤم

 



وم د هر چا خو ستا د کار نۀ ؤم

زۀ کۀ پۀ لار وم، خو په لار نۀ ؤم


تا بۀ زۀ دومره خبر کړی خو وی

زۀ که خبر له دې بازار  نۀ ٶم


زه د خپل زړۀ پۀ نري تار زنګېدم

زه د هيچا   پۀ  شان پۀ دار نۀ ٶم


دا مې هم  لويه خوش بختي وګڼه

چې د هجوم پۀ منځ کې شمار نۀ ٶم


د دښمنۍ مارانو نۀ پرېښودم

دا چې دوستانو ته وزګار  نۀ ٶم


ښه ده، چې خاورې خاورو وخوړلې

ښه ده چې ستا په اوږو بار نۀ ٶم


دغه دنيا وه د هوښيارو  کلی

تسنيمه! زۀ دومره هوښيار نۀ ٶم 

ریاض تسنیم

📜 خپله غزل او عکس راولېږئ

ګرانو شاعرانو! خپلې غزلې او عکسونه له موږ سره شریک کړئ.

ads

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف