څۀ ويرانه ويراني ده
دا د چا دلته خاني ده
چم په چم دي ګډ ويرونه
د غم ډېره ارزاني ده
په زړۀ، ذهن، نظر، ژبه
پهره ناسته شېطاني ده
بوټ لۀ وېښه بوټي باسي
دا لا نوې باغواني ده
چې حالاتو غلام نۀ کړم
پېرزوئنه وجداني ده
لږ همت غواړي ملګريو!
پرته پښو کښې کامراني ده
رازه! څۀ ده شاعري مې
د احساس ترجماني ده

Post a Comment