يو راج ، کله بل راج، نامنظور، نامنظور
چل دی او د چل راج، نامنظور، نامنظور
دجل پسې دجل شرم،شرم،شرم،شرم
غل پسې د غل راج،نامنظور،نامنظور
بې له تبصرې،بې له تحلیله،بې له شرحې
ستا خو مکمل راج،نامنظور، نامنظور
راج دې شه تاراج، له ابتدا تر انتها
ستا آخر اول راج، نامنظور،نامنظور
لږ واک د دانش او عقل، بلې،بلې،بلې
ټول په ټول پاګل راج،نامنظور،نامنظور
دين ايمان او کور او ګور زما ده پښتونخوا
نور د درز غوبل راج،نامنظور،نامنظور
خاوره مې ممتازه او اتله وه او ده
دلته د. بوتل راج،نامنظور، نامنظور لږ وګوره

Post a Comment