ړاندۀ نۀ وو دا خلق خامخا به پوهېدل
زما او ستا چې یو بل ته رنګونه زيړېدل
کچــــه به وو دا کار ولې پېغور پکښې د څۀ؟
څۀ بل چاته خو نۀ وو خپل جانان ته مې ژړل
ســـرونو باندې وشولې څـــۀ بل شانتي کانې
څۀ دلته پرېکېدل، څۀ ټیټېدل، څۀ خرڅېدل
پـــۀ زړونو کښې مې ځاے کړلې دعا راته کوه
زمــــــــــا د مئینتوب نه مخکښې چا درته کتل
معصومي او ساده ښکاري ستا سترګې غلچکۍ
استـــــــاذې دي ورځي ورله د زړونو تښتؤل
زمــــــــا دا بده ورځ او ستا دومره سخاوت
چې ماته پۀ خندا شوي کۀ دې ما پورې خندل
چې هر وخت مرؤر کړي پۀ وړه خبره ځان
عابده ورته ګران به شي اخـــــر پخلا کؤل
فضل سبحان عابد

Post a Comment