د چا ځوانى اؤ پېغلتوب دلته چا ونۀ ستائيل
پۀ ټول وطن کښې ګوره يو سړے فنکار هم نشته
دومره پوهېږم د زړۀ سره چې خطا روان يم
خو ځول، سيلۍ ده اؤ تيارۀ ده سمه لار هم نشته
لنډه قصه ده خو دا خلق به پرې څوک پوهه کړى
زۀ مسافر يم اؤ پۀ کور کښې ستا اختيار هم نشته
د تاريخ جبر داسې ورک داسې بې کوره کړو چې
د طاهر ذهن کښې تصوير اوس د خپل يار هم نشته
........
30 جولائى 2000 ء بېشوڼۍ

ایک تبصرہ شائع کریں