چې ځواني وي ارمانونه خو به وي
شوګيرې او فريادونه خو به وي
چې قصه د محبت منزل ته رسي
رسوايي او تهمتونه خو به وي
پۀ محفل کې چې يو بل ته کتې نۀ شو
ځار له تا شم ګمانونه خو به وي
دا منم چې د پښتو قصه ده ګرانه
خو چې عشق وي منتونه خو به وي
د ژوندون په دغه ستړې ستړې لاره
چې ګام اخلې تندقونه خو به وي
تۀ چې کله پۀ زړو لارو تېرېږې
ښکته ګوره څو خاپونه خو به وي
جدايي که مو جدا ساتي لائـقــه
د خوبونـو جهـانـونـه خو به وي
لائق زاده لائق
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
ایک تبصرہ شائع کریں